انصار: (د غبرګولی 5مه)، په پکتيا کې سيمهييزې سرچينې وايي، پر ډيورنډ فرضي کرښه د نښتو مخنيوي په هدف دواړو غاړو قومي مشرانو ګډه جرګه کړې ده.
دغه جرګه په دې سيمه کې د نښتو د پيل کېدو له وخت تر دا مهاله دويمه جرګه ده چې جوړيږي.
د رسنيو د راپورونو پر اساس، له تېرو څو ورځو راهيسې د پکتیا په اريوب ځاځي او ډنډپټان ولسوالیو کې له ډيورنډ فرضي کرښې سره نږدې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه وشوه چې له کبله يې د پاکستاني لوري په ډزو کې يو شمېر کسانو ته مرګژوبله واوښته.
وروسته د افغان او پاکستاني چارواکو په ګډون د دواړو غاړو قومي مشرانو یوه ګډه جرګه وکړه څو اوربند ته زمينه مساعده کړي، د خرلاڅيو لار پرانيزي او د ستونزو د حل په موخه يوه کمېټه جوړه کړي.
له يادې جرګې څو ورځې وروسته نن يوه بله جرګه هم وسوه. ددې جرګې يو غړي محمد انور صديقي ويلي چې پرون (پنجشنبه، دغبرګولي 4 مه) د فرضي کرښې «ګوي»دروازه کې د کرښې دواړه لوريو د قومي مشرانو جرګه وکړه.
صديقي وويل، په جرګه کې پر کرښه د دواړو لورو حکومتونو تر منځ د جګړې پر مخنيوي د ټينګار تر څنګ د ګوي لارې د پرانيستل کېدو غوښتنه وشوه.
د هغه په خبره، په ياده جرګه کې د دواړه غاړې قومي مشرانو دا پرېکړه هم وکړه، که د هر لوري نظاميان د ډيورنډ فرصي کرښه کې سرغړونه کوي همدا قومي مشران يې بايد مخه ونيسي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31747